برياليتوب ته په خيرراغلې

الله څومره حقوق ښځو ته ورکړي دي


الله څومره حقوق ښځو ته ورکړي دي!. ۱-د یوې حاملې ښځې دوه رکعته لمونځ د یوې عادي ښځې له اتیا رکعته لمونځ څخه غوره دی. ۲- هره مېرمن چې خپل اولاد ته شیدې ورکوي الله ج د هر څاڅکي په بدل کې یوه نیکي ورکوي . ۳- هغه مېرمن چې د خپل بچي د ژړا له کبله ټوله شپه نه ویده کیږي، الله ج هغې ته د (۲۰) غلامانو د ازادولو ثواب ورکوي. ۴- هغه ښځه چې د خپل بچي د ناروغۍ او د هغې د ارامولو له کبله نه ویده کیږي، الله ج د هغې ټول ګناهونه بښي او دې ته د (۱۲) کلونو قبول شوي عبادت ثواب ورکوي. ۵- هغه مېرمن چې حامله وي شپې یې په عبادت او ورځې یې په روژه کې شمېرل کیږي. ۶- کله چې ښځه اولاد زیږوي الله ج هغې ته د اویا کلونو لمنځونو او روژو ثواب ورکوي او کله چې اولاد نړۍ ته راځي، کوم درد او تکلیف چې تحمل کوي د هر رګ د درد په بدل کې الله ج ورته د یو حج ثواب ورکوي. ۷- هغه ښځه چې اولاد وزیږوي او له (۴۰) ورځو وړاندې مړه شي، د شهادت درجې ته رسیږي. ۸- کله چې د شپې ماشوم ژاړي او مور یې پرته له دې چې هغې ته ښېرا وکړي، شیدې ورکوي الله ج هغې ته د یوکال لمانځه او روژې ثواب ور کوي. ۹- کله چې یوه ښځه ماشوم ته شیدې ورکوي، د ماشوم له مړېدو څخه وروسته یوه پرښته له اسمان څخه اواز کوي چې اې!! ښځې الله ج تالره جنت واجب کړ. ۱۰- هغه ښځه چې مېړه له هغې څخه خوښ(راضي) وي او مړه شي، جنت د هغې لپاره واجب شو. ۱۱- نېک عمله ښځه له مېړه څخه وړاندې جنت ته ننوځي او د هغې ښایست به د حورو اویا برابره کیږي. ۱۲- کله چې ښځه د مېړه د ویلو پرته د هغې لاس او پښې چاپي او وموښي، هغې ته د (۷) تولو سروزرو د صدقې ثواب وروکول کیږي او که له هغې نه دغه غوښتنه وشي نو د (۷) تولو سپینو زرو ثواب ورکول کیږي. ۱۳- که څوک خپل مېړه ته یوه دیني مسله ورزده کړي هغې ته د اتیا کلونو د عبادت ثواب ورکول کیږي. ۱۴- یوه نېک عمل ښځه د الله ج له اتیا ولیانو څخه هم غوره ده. ۱۵- هره ښځه چې د الله ج د نوم په یادولو(ذکر) جارو وهي الله ج هغې ته د بیت الله شریفې د جارو کولو ثواب ورکوي. ۱۶هغه ښځه چې په بسم الله سره اوړه خمیره کړي الله ج یې په رزق کې برکت اچوي. ۱۷- هغه ښځه چې په بسم الله سره غوا، مېښه او.... ولوشي هغه حیوان د دې لپاره د بښنې دعا کوي...


No comments

Powered by Blogger.