برياليتوب ته په خيرراغلې

غزل: زړه بيلل


لکه پتنګ چې په رڼا پسې ځي
داسې زړګی مې په اشنا پسې ځي

راټولول یې راته ډېرمشکېل شول
چې چرته ته درومې په تاپسې ځي

هرې خوا پروت دی او خوارې وارې دی
عاجبه زړه مې دی ښکلا پسې ځي

له دې تیارونه دې وتو په خاطر
هرسړی ژوندکوي سبا پسې ځي

دروغ د ورک شي او باور ماتوي
معصوم خو ځکه په رښتیاپسې ځي
ـــــــ

No comments

Powered by Blogger.