د برياليتوب اړوند
بریالیتوب:يوه ناپيلي،
خپلواکه، فرهنګي، هنري ، ملي ،سیاسي تاریخي ، ټولنیزه، ادبي، اقتصادي، علمي ، خبري
او مالوماتي ویب پاڼه ده . دغه ويب پاڼه په هیڅ سیاسي، ډلې ټپلې او ګوند پورې تړاو
نه لري
زموږ موخه: د برياليتوب
موخه پر يو ټغر د افغان ليکوالانو ،روڼ اندو راټولونه او د دوى ترمنځ د مينې او
يووالي د مزي غزول دي
د ويب پاڼې ګټې:په دې
وروستيو کې د برېښنايي پاڼو جوړېدو او زياتېدو ته خورا پاملرنه شوې ده، چې په هره
برخه کې هڅه روانه ده چې له هر مسلک او څـانـګې سره سمې پاڼې جوړې شي، چې په دې
نوي پير کې دا يوه ستره اړتيا هم ده، له دې کبله افغان وزارتونو، رياستونو او ځينو
فرهنګي ادارو هم ځانونو ته بېلابېلې ويب پاڼې جوړې کړي، چې موږ هم د همدغې اړتيا
له مخې بریالیتوب ويبپاڼه جوړه او پر ليکه کړه، چې د جوړېدو او اوډنې کار يې د
ځلاند وېب ډیزاین له خوا ترسره شوى او سمبالوونکي يې دغه کس دی
مسؤل: زرولي خان ځلاند
د دې لپاره چې موږ وکړاى
شو په دې برخه کې نور هم پرمختګ وکړو او لاسته راوړنې ولرو، موږ له خپلو نظرونو او
وړانديزونو خامخا خبر کړئ
برېښناليک پتې او د
اړيکو شمېرې
baryalitoob@gmail.co :بریښنالیک
www.baryalitoob.blogspot.com : ویب پاڼه
ټیلفون: 0778289447
برياليتوب څه کوي؟
بریالیتوب پاڼه یوه ملي
، ولسواکه او مترقي ویب پاڼه ده او هوډ لري د خپلو امکاناتو په اډانه کې د خپلو
قلمي ملګرو او همکارانو د ډله یز کار له لارې د آزادۍ ، عدالت ، ترقي او د ولسواکۍ
لپاره د افغانستان د خلکو مبارزې ، قربانۍ او هلې ځلې منعکسې او د هیواد او نړۍ د
حالاتو ريښتني انځور وړاندې کړي. بریالیتوب ویب پاڼه هوډمنه ده د بې عدالتۍ، ظلم
او استبداد په خلاف د مبارزې بیرغ رپاند وساتي او په همدې ډول د ستونزمنو حالاتو
څخه د وتلو لارې چارې، په پوره ژمنتیا سره د څېړنېزواو تحلیلي لیکنو د خپرولو له
لارې په ګوته کړي
زموږ له نظره له
نیواکګرو څخه د هیواد بشپړه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري خپلواکي او د هیواد
دملي واکمنۍ بیا پر پښو درول د هیواد د سوکالۍ، نیکمرغۍ او سولې یوازنۍ لاره
ده
برياليتوب د چا لپاره
کار کوي؟
بریالیتوب ویب پاڼه: د
خپلو خلوکو ، خپلې ژبې د افغان ملت د اړتیاوو ، هيلو او ارمانونو خپرولو ته ځان
ژمن بولي. د بریالیتوب ویب پاڼه په خپلو خپرونو کېکې
د لاندې ټکي په پام کې نیسي
۱.د افغان د ملي هویت د مدافعینو، وطن پالو،پښتو
پالو او پوهانو د نظريوخپرول.
۲.د هیواد د ملي واکمنۍ، د ځمکې د بشپړتیا ، خپلواکۍ او ملي یووالي څخه دفاع .
۳.د هیواد پرمختیا ، ترقي، عدالت او سوله.
۴.د جګړې، ګډوډۍ، نفاق اچونې پر خلاف مبارزه.
۵.د هیواد د قومونو او ملیتونو تر منځ د یووالي او اتحاد د ټینګښت .
۶.ټول هغه لیکلي ، غږیز او تصویري آثار چې د سولې، امنیت، پرمختیا ، عدالت او د خلکو ددوستۍ د ټينګښت موخې ولري بې له توپیره خپرول.
۷. منل شویو نړېوال خپرنیزو اصولو او مقرراتو ته ژمنتوب. د بیان ، فکر او عقیدې د آزادۍ پر بنسټ د ټولو هیوادوالو د لیکنو خپرول چې د نورو پر حقوقي او خصوصي اډانه تېری په کې نه وي شوی.
۸.د هغه لیکنو له خپرولو ډډه کول چې پرشخصیتونو او وګړو د ادب، اخلاقو او حقوقي نورمونو له رعایت پرته تېری شوي وي .
۹.د هغه لیکنو له خپرولو ډډه چې د هيواد ملي ویاړونو او دیني عقیدو ته په کې سپکاوی شوی وی.
۱۰.نورې رسنۍ د بریالیتوب له ویبپانې څخه مطالب او آثار په دې شرط اخیستی شي چې د بریالیتوب ویب پاڼې څخه د اخستځای يآ سرچينې په توګه یادونه وکړي.
۱۱.د بریالیتوب په ویب پاڼه کې د لیکوالو د خپرو شویو لیکنو مسوولیت د هغو د لیکوالو پر غاړه دی.
۱۲.ټول کسان کولی شي د ادب او درناوي په اډانه کې ددغه پاڼې له لارې له ځانه دفاع وکړي که په دغه پاڼه کې پرهغوې نیوکې شوي وي.
۱۳.دغه پاڼه د هغه کسانو لیکنې چې د هیواد او خلکو تر وړاندې يې جنایتونه کړي وي نه خپروي.
۱۴.ټول هغه لیکوال ددغه پاڼې له امکاناتو څخه ګټه اخیستلی شي چې هدف يې په هیواد کې ترقي، عدالت، سوله او د ولسواکي وي.
۱۵.د بریالیتوب ویبپاڼه هغه لیکنې چې په هیواد کې جګړې او دښمنۍ ته لمن وهي نه خپروي.
۱۶.په دغه پاڼه کې د شخصي شخړو اړوند مسایل نه خپرېږي.
۱۷.دا پاڼه خپله دنده بولي څو د هیواد تېر تاریخي او ملي ویاړونه را ژوندي کړي.
۱۸.دغه پاڼه د انسان لوړ دريځ ته درناوی، فکري آزادي ، معنویت او روڼ اندي د خپل کار اصلي لوری بولي.
۱۹: د بریالیتوب ویب پاڼې موخه ستاسې هراړخیز بریالیتوب دی ، موږ ستاسې لپاره کارکوو او زیار باسو ستاسې ملتیا موږ ته د لا هڅو ډاډ راکوي نو له موږ سره اصولي مخې ته لاړ شئ.

No comments
Post a Comment