برياليتوب ته په خيرراغلې

سجده سهوه!!!سجده سهوه کله واجب کېږي او طريقه يې څنګه ده؟



 سجده سهوه کله واجب کېږي او طريقه يې څنګه ده؟ ځواب: په لاندې حالتونو کې د سهوې سجده واجب کېږي: ۱-کله چې په لمانځه کې د سورة فاتحه لوستل هير شي. ۲-کله چې په وترو کې دعا قنوت ويل هير شي. ۳- کله چې د لمونځ کوونکي څخه په دوهم رکعت کې (التحيات) هېر شي. ۴-کله چې لمونځ کوونکی د درې۳ يا څلور رکعته لمونځ په دوهم رکعت (اوله قاعده) کې، له تشهد څخه وروسته درود شريف د «الهم صل علی محمد» په اندازه ووايي او يا هم همدومره وخت چپ پاتې شي، سجده سهوه پرې واجب ده. ۵-کله چې يو لمونځ کوونکی ، د اخترونو د لمونځونو تکبيرونه پرېږدي ، ببا هم پرې سجده سهوه واجب ده. ۶-کله چې امام په جهر لمونځونو کې قرأت هير کړي، يا په پټو (خفيه) لمونځونو کې په جهر سره قرأت وکړي؛ نو سجده سهوه پرې واجب ده. ۷-کله چې لمونځ کوونکی فرض مکرر وکړي ، مثلا‌ً د يوې رکوع پر ځای دوه رکوع ، يا د دوه سجدو پر ځای ، درې سجدې وکړي ؛ نو سجده سهوه دې وکړي. ۸-کله چې د يو واجب کيفيت بدل شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي، مثلاً د سورة فاتحه څخه مخکې، بل سورة ولولي. ۹-که لمونځ کوونکي ته په رکعتونو کې شک وشي؛ نو کوم تعداد چې يقيني وي، هغه دې سم وګڼي او نور لمونځ دې پوره کړي او په اخره کې دې سجده سهوه وکړي. ۱۰-که لمونځ کوونکی د څلورم رکعت اراده وکړي، بيا د پنځم رکعت لپاره ودرېږي او سلام ونه ګرځوي او همدا اوله قاعده وګڼي؛ خو وروسته ورته راياد شي؛ نو لمونځ کوونکي لپاره پکار ده چې، د پنځم رکعت سجده کولو څخه مخکې بېرته کيني او سجده سهوه وکړي او که پنځم رکعت يې تر سجدې پورې ورسوه؛ نو يو رکعت دې ورسره بل هم يو ځای کړي، دا ډول به لمونځ پوره شي، په آخر کې دې سجده سهوه وکړي، څلور رکعته به فرض شي او دوه ركعته به نفل شي. د سهوې سجدې طريقه داسې ده: -په آخري ناسته کې د تشهد نه وروسته، يواځې ښي طرف ته سلام ګرځول او وروسته دوه سجدې کول او بيا تشهد، درود او دُعا ويل او د سلام ګرځول. د سجده سهوې يوه ډيره لويه آسانتيا دا ده، چې پدې سره لمونځ کوونکی د خپل لمونځ د کمي او زياتي اصلاح کوي او همدا ډول د لمانځه د نيمګړتيا پوره والی کولای شي. شيطان مسلمان ته په لمونځ کې دوکه ورکوي، په هغه باندې د لعنت لېږلو همدا سجده سهوه طريقه ده ، همدا ډول چې مسلمان لمونځ کوونکی خپل رب ته نورې دوه سجدې هم وکړي، پدې سره شيطان ډېر زيات خفه کېږي او په خپل مقصد کې ناکامه او شرمنده کېږي ، الله ددې دوو سجدو له كبله د لمونځ کمی او هيره معاف کوي. خپل نظر په کمنټ کې وليکۍ او د ثواب په نيت يې شير کړئ



No comments

Powered by Blogger.