برياليتوب ته په خيرراغلې

د افغانستان پریمیرلیګ (اې پي ايل) سیالیو د پيل نیټه څرګنده شوه

برياليتوب ته په رارسيدلو مالوماتو کې ويل شوي دي چې د افغان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل او نور چارواکي متحده عربي اماراتو ته تللي دي او له یوې هندۍ کمپنۍ سره یې د اې پي ایل سیالیو  تړون لاسلیک کړی دی.
د کرکټ بورډ اجرایه رییس شفیق ستانکزي اماراتو کې له هندۍ کمپنۍ سره یې د تړون د لاسلیک په غونډه کې د خبرو پرمهال د لوبو نیټه هم اعلان کړه.
کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه د اجرائیوي مشر له قوله ویلي چې د اې پي ایل سیالۍ به د ۲۰۱۸مېلادي کال د اکتوبر میاشتې له پنځمې نیټې پیل شي او د همدې میاشتې په ۲۳ نيټه به پای ته ورسیږي.
نوموړی وایي چې په دغه لیګ کې به ټولې ۲۴ څلرویشت سیالۍ تر سره شي.
خو د کرکټ بورډ پر پاڼه دا نه دي لیکل شوي چې د دغه سیالیو لپاره به د لوبغاړو اخیستلو (بولۍ) مراسم کله پيل شي.
موده وړاندې د کرکټ بورډ چارواکو له افغان کرکټ مینوالو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان پریمیر لیګ(اې پی ایل) په نامه سیالۍ به ډېر  ژر پيل کړي.
دغه سیالۍ به د متحده عربي اماراتو کې تر سره شي چې پکې افغان لوبغاړو سربېره د نورو هېوادونو لوبغاړي به هم برخه ولري.
اې پی ایل به شل اوریزه سیالۍ وي چې په هره لوبډله کې به د ۷ افغان لوبغاړو سربېره ۴ بهرني لوبغاړي هم ولوبیږي.
له بل لوري افغان کريکټ بورډ  د کريکټ مينه والو ته ډاډ ورکوي :
افغان کرکټ بورډ وایې چې د اې پی ایل د سیالیو قرداد یې د یوې هندۍ کمپنۍ سره کړی، تر څو په ګډه سره د افغانستان د پریمیر لیګ سیالۍ تنظیم کړي او ښې به یې پر مخه یوسي.
د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ویلي د دغو سیالیو لپاره یې له هندي ټي سي ایم کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی.
مشعل هېله ښودلې چې د دغه کمپنۍ په همکارۍ به د APL سیالۍ ډېرې ښې وشي.

ورته مهاله د هندۍ ټي سي ایم کمپنۍ مشر شرما هم خوښي څرګنده کړې چې افغان کرکټ بورډ ورته د اې پی ایل په سیالیو کې د ګډون او شراکت موقع ورکړه او هيله لري چې دا سيالۍ به ښه توګه تر سره شي.
برياليتوب : زرولي خان ځلاند

No comments

Powered by Blogger.