پاکستانيو نظاميانو يو ځل بيا سوله ييزې هڅې کم رنګه کړې
پاکستانيو نظاميانو يو ځل بيا سوله ييزې هڅې کم رنګه کړې
په افغانستان کې د روان سياسي کړکيچ د ختمېدو لپاره اوس مهال په نړيواله او سيمه ييزه کچه چې کومې هڅې ترسره
کيږي په دې کی د ګاونډيانو رول ته په ارزښتمنه سترګه کتل کيږي .
که څه هم چې
په دې وروستيو کې د ګاونډيانو او په ځانګړي توګه له
پاکستان هېواد سره د دولتونو په کچه د سياسي جوړجاړي هڅې روانې وې خو په دې
وروستيو کې د پاکستانيو سرحدي ځواکونو لخوا پر صفري کرښه تېری او يو کيلومترافغان
خاورې ته په د ننه کيدو همدا هرڅه زيانمن شول .
د خوست ځاځيميدان پر سرحدي پوستو د پاکستانيو نظاميانو وروستۍ سرغړونې
که څه هم چې په خپله د دوی په ځاني او مالي تلفاتو تمامې شوې خو په ټوله کې همدې
کار د افغان سولې په مناسبت روان تلاشونه زيانمن کړل .
دغه نښته چې د خوست ځاځيميدان سرحدي ولسوالۍ جنډوغر په سيمه کې رامنځته شوه له امله يې دواړو خواوو ته پر مرګ
ژوبلې اړولو تمامه شوه چې پکې دوه افغان
سرحدي سرتيري شهيدان ،دري تنه ټپيان او د پينځو تنو پاکستانيو د وژل کيدو دريو
ژوندي نيول کيدو او يوشمير نورو په ټپي کيدو سره پای ته ورسيدل.
د سيمې څخه ورکړل شوي راپورنو له مخې په دې شخړه کې د پاکستانيو
نظاميانو هغه پوستې هم ړنګې شوې چې تازه يې د افغانستان په خاوره کې دننه ابادولې
يوشمير د نظر خاوندان په دې فکر کې دي چې پاکستانيو نظاميانو غوښتل چې
له افغان سوله ييزو سياسي هلو ځلو د
نړيوالو پام بلې خوا ته واړوي بلکې په دې کار سره يې د پولې په اوږدو کې د مېشتو پښتون
قبايلو ترمنځ د نفاق او تضاد جوړولو پر لور يوه مهمه هڅه هم شامېله وه .
په ورته وخت کې دا کار په جنوبي پښتونخوا کې د روان پښتون ژغورنې
غورځنګ کمزوري کول وو کوم چې دا وخت په دغه هېواد کې د پاکستانيو استخباراتي او نظامي
ادارو د سرغړونو په پايله کې رامنځته شوی او دا مهال يې د دغه غورځنګ د کمزوري
کولو توان د پاکستاني حکومت له وسه وتلی کار ده
.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال افغان حکومت طالب وسله والو ته د
حکومت لخوا د سولې يو بېساری د سياسي ډيلوګ وړاندېز کړی چې که مخالف وسله وال له جګړې لاس واخلي حکومت به يې د
يوسياسي ګوند په حيث هم اومني .

No comments
Post a Comment