کمال خان بند
د ۲۱ پيړۍ د جګړې تمرکز به په هغه سیمو وي، چېرته چې طبیعي منابع شتون ولري:
منابع بیا په دوو برخو ويشل شوي دي، چې یو يې منابع قابل تجديد دي او بل یې منابع غیر قابل تجدید، منابع غیر قابل تجديد هم نوي کيږي، خو زیات وخت ته اړتیا لري، د جیولوجۍ په اصطلاح که ووايو میلیونونه کالونه نیسي
بحث نه اوږدم راځم اصلی موضوع ته چې په افغانستان کې اوسنی جنګ په هغه منابعو روان دی، چې ګونډي هيوادونه ويره لري چې که چېرې په افغانستان کې سوله راشي نو مفتې منابع له لاسه ورکوو، ځکه چې افغانستان په اسيا کې هغه له هغه هيوادونو څخه شمیرل کیږي چې دواړه ډوله منابع ښې پریمانه لري،
چې یو د دغه منابعو څخه اوبه دې، چې په ژوند کې حیاتي ارزښت لري،
ایران چې د څښاک اوبو د کمښت سره مخ دی د کمال خان بند په جوړيدلو سره به یې نورې هم ستونزې زیاتې شي، همدا شان پاکستان هم له ستونزو سره مخ کیدلی شي که چېرې دکنړ پر سیند دکمال خان بند په شان بند جوړ شي،
خو دوی کم مصرف باندي ډير څهترلاسه کوي جنګ باندې هغومره مصرف نه کیږي لکه څومره چې دوی د دغه منابعو څخه ګټه ترلاسه کوي، د رئیس جمهور په نورو پلانونو باندې خبرې نه کوم، خو د اوبو مدیريت کې یې ۷۵سلنه بریالی بولم چې ولس یې شاهد دی، راځئ چې خپل هیواد پخپله جوړ کړو، خپلې منابع په سم شکل سره مدیریت کړو، ساتنه یې وکړو او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته اوليت ورکړو،
خو دداسي يوې ټولنې د جوړيدو لپاره د اذهانو جوړيدل ډير اړين دي.
د عاجز بنده محمد عمر دانش د افغانستان طبيعي منابعو په اړه لنډه تبصره.

No comments
Post a Comment