برياليتوب ته په خيرراغلې

په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان سریلانکا هم شاته پریښوده

د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې افغانستان په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې اتم مقام ته پورته شو اود پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو په نمرو کې یې ۶ نمرې زیاتوالی راغلی. د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې د افغانستان او نهم مقام لرونکي ویست انډیز ترمنځ اوس یوازې ۶ نمرې توپیر دی، چې پخوا ۲۵ نمرې و.
په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان لاسته راوړنې د دې ښکارندويي کوي چی د افغانستان کرکټ بورډ په هغه ستراتیژیک پلان کې بریالی روان دی چې د ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۱۹م کال لپاره جوړه شوی دی؛ د دغه پلان له موخو څخه یوه هم په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د اتم مقام اخستل او ساتل شامل دي.



 برياليتوب:قسمت ګل شاهين

No comments

Powered by Blogger.