برياليتوب ته په خيرراغلې

د متون ستر قوم ولسونو : د برېښنایي پيژند پاڼو د ویش له بهیره کلک ملاتړ اعلان کړ


Image result for ‫خوست متون ستر قوم‬‎
نن د متون ستر قوم قومي مخور مشران، دیني علمای کرام او ځوانان د مهدي خېلو په عالي مرکزي لیسه کې سره جرګه شوي وو.
غونډې ته ویناپر مهال مشرانو هریو حاجي غفرالله خان، د کونډیو قومي مشر حاجي امین الله، د خوست ولایتي شورا برحاله وکیل امیرالله زړه سواند، لېکوال ژورنالېست او د لوی متون ځوانانو شورا رئېس زورلي خوشنود ، مولوي عبدالقدوس، حاجي میرقاسیم شاه ، داود خدمتګار، استاد قدیم نوین اقبال شمس، عبدلصبور تراب او یو شمېر نورو د هیواد د ولسمشرمحمد اشرف غنې د دغه اقدام چې دتذکرو ویش یې په رسمې بڼه پیل کړو ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه ،چې بریښنایی تذکرې د افغان ملت اړیتا ده او زموږ ولسونه چمتو دي چې د خپل هویت د معلوملو په موخه برېښنایی پیژند پاڼې واخلي ځکه چې بریښنایی تذکرې په هیواد کې دسولې او ثبات ترڅنګ قانون د حاکیمیت ،فساد د مخنیوي په برخو کې موثرې تمامېدائ شي .
دغه راز په یاده ناسته کې ویناوالو د متون ستر قوم اوسنۍ وېښتیا ددغه قوم د پرمختګ، یو موټي کېدو، پخواني حالت ته د بېرته ګرځېدو پر لور یوه مهمه هڅه وبلله.
په دغه ناسته کې په ټاکنو کې د پراخې برخې اخېستنې لپاره د خپلو کورنیو نارینه او مېرمنو ته د تذکرو پر اخېستنې، ذکر شویو د سترمتون قوم یووالي ناستو د دوام او پر ځینو نورو خاصو موضوعاتو بحث وروسته پای ته ورسیده.

No comments

Powered by Blogger.