افغانستان به په راوانو څو کلونو کې ۷ ټیس لوبې ترسره کړي
د افغانستان کرکټ بورډ وايلي چې د هیواد ملي لوبډله به له استرالیا، انګلیستان، ویست انډیز، زیمبابوې، ایرلنډ او بنګله دېش سره ټیس لوبې وکړي.
د (کرکټ )۳۶۵ د راپور له مخې، د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي ريیس شفیق ستانکزي ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ به له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ پورې له څو لوبډلو سره ټیسلوبې وکړي.
افغانستان تېر کال د ټیسلوبو پريښه ترلاسه کړه خو تراوسه پورې یې هیڅ ټیسټلوبه نه ده کړې. ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت (جون) له هند سره لومړنۍ ټیسلوبه وکړي.
ستانکزی وايي چې د ۲۰۱۹ او ۲۹۲۳ کلونو ترمنځ د تیسلوبو موافقه تېره اوونۍ د کرکټ نړیوالې شورا د هند په کلکته کې وکړه.
«موږ به له ۱۴ تر ۱۸ ټیسلوبې ولرو. موږ به له انګلیستان، استرالیا، ویست انډیز، زیمبابوې، آیرلنډ او بنګله دېش سره مخامخ شو.»
نوموړي زياته کړي ده چې:دا سیالۍ به د ټیسلوبو د اتلولۍ په چوکاټ کې نه وي بلکې دوه اړخیزه لړۍ به وي چې یوه سیالي په خپل کور او بله د سیال په کور کې کېږي.»
د افغانستان او استرالیا سیالي به په انګلیستان کې تر نړیوال جام مخکې وي.
برياليتوب:زرولي خان ځلاند

No comments
Post a Comment