پنتاګون خپلو سرتېرو ته د خپلمنځي جنسي اړيکو لارو چارو په ښودو ۷۰۰زره ډالر لګولي
وخت: 12:09 GMT | 2018-05-10 11:57:19
ل
A+ A A- 1960
پنتاګون خپلو سرتېرو ته د خپلمنځي جنسي اړيکو لارو چارو په ښودو ۷۰۰زره ډالر لګولي
د "The Washington Free Beacon" له راپور سره سم تېره اوونۍ په ويريجينيا ايالت کې په يوه پوځي اډه کې په همدې پار څو ورځينی کورس روان و، چې عنوان يې «ايا کولی شم تا ښکل کړم؟» و.
د امريکا پوځ خپلو سرتېرو ته د خپلمنځي جنسي اړيکو د لارو چارو پر ښودلو ۷۰۰ زره ډالر لګولي دي.
د دې کورس موخه دا وه چې پوځيانو ته وښيي، څه ډول له ښځينه سرتېرو سره اړيکې جوړې کړي. په کورس کې ګډونوالو مسلکي ښوونکو د دواړو جنسونو تر منځ د فعالې اړيکې لارې چارې تدريس کړې.
هغوی وويل: «دا کار سرتېرو ته غوره دی، ځکه هغوی داسې له مقابل جنس سره په اړيکو او مشاعرو کې د ستر باور احساس کوي، او لکه څنګه چې له عنوانه معلومېږي، دا پوهنيز کورس د دې لپاره و، چې سرتېري پوی کړل شي، چې د خپلو ښځينه ملګرو له ښکلولو او ورسره د اړيکو له نيولو وړاندې له هغوی اجازه واخلي».
دا په داسې حال کې ده، چې وخت ناوخت په امريکايي پوځ کې د جنسي تېريو په اړه راپورونه ورکول کېږي او وروستۍ شمېرې ښيي، چې پوځ کې د جنسي تېريو کچه د بل هر کله په پرتله پورته تللې ده.
ښکاري چې دې چارې پنتاګون نه ډېر لګښت کړی دی، د "Domitrz" سازمان ويلي، چې د "Date Safe" پر دغه پروژه يې له ۲۰۰۹ راهيسې د امريکايي ماليه ورکوونکو ۷۰۰ زره ډالر مصرف کړي دي.

No comments
Post a Comment