زموږ تذکرو سر وخوړ، خلکو برېښنايي سړکونه جوړ کړل
د سویډن څېړونکیو د نړۍ لومړنی داسې برېښنايي سړک جوړ کړی چې یوازې د یوه کېبل په مرسته به هر ډول موټر په الکټرونیکي یا برېښنايي موټر بدلوي او هغه موټر چې په برېښنا مزل کوي، بېټرۍ به یې هم چارجوي.
د دې سړک ټول اوږدوالی دوه کیلو مټره دی او د اوس لپاره په ازمایښتي ډول جوړ شوی، خو د سویډن حکومت وايي، که دا پروژه بریالۍ شوه، خپلو دې ډول هڅو ته به دوام ورکړي.
د سویډن حکومت پرېکړه کړې چې تر ۲۰۳۰ مېلادي کال پورې به خپل ټرانسپورټي سیسټم داسې اصلاح کړي چې د تېلو د کارولو په برخه کې به ۷۰ سلنه کمی پکې راولي.
No comments
Post a Comment