برياليتوب ته په خيرراغلې

د ټولنیز بریالیتوب لپاره ټولنیز اداب


ټولنیز اداب او نزاکتونه

د نړۍ پر مخ هره ټولنه خپل ټولنیز اداب او نزاکتونه لري حتی چې د افریقا په ځنگلونو کې اوسیدونکی انسانان هم خپل اداب او نزاکتونه لري .
دا بیله خبره ده چې هر چا ته خپل اداب او نزاکتونه تر نورو ښه ښکاري خو که دهرې ټولنې اداب د هماغه ټولنې له وگړو وپوښتو نو پر نورو یې نه ورکوي .
هسې دا اوږدې خبرې دي خو زما موخه داده چې زه ټولنیز اداب او نزاکتونه په لنډو ټکو کې درته تشریح کړم .
ټولنیز اداب یا ادب معاشرت عبارت دي له :
۱- روغبړ یا مصافحت چې په هره ټولنه کې توپیر کوي د بیلگې په توگه زمونږ په 
پښتنه ټولنه کې :
ستړي مه شئ 
په خیر راغلاست یا په خیر راغلئ 
ښه راغلاست 
خدای مو راوله 
څنگه یاست 
ښې چارې 
په مخه مو ښه 
د خدای په امان 
الله مو مل شه 
او نور ....
۲- د وخت د ښکلا او ښایست کلیمات لکه :
سهار مو نیکمرغه 
غرمه په خیر 
ماښام په خیر 
ښه وخت ولرئ 
ښې شیبې 
شپه مو په خیر 
خواږه خوبونه او نور ....
۳- هغه کلیمات دي چې د خوړو او ست لپاره کارول کیږي لکه:
ښه اشتیاه ولرئ 
نوش جان مو شه 
دارو مو شه
اب حیات یا د ژوند اوبه مو شه
په زاره مو شه 
او نور .....
د ټولنیز ادابو سره په څنگ کې بیا نزاکتونه هم شتون لري چې په رښتیا چې ډیر مهم دي او باید چې سړی یې تل مراعات کړي .
د مشرانو احترام او درناوی کول 
پر کشرانو او ماشومانو شفاقت کول .
د غریبانو مرسته کول .
د محتاج او معذور انسان لاس نیوی.
د ناروغ پوښتنه .
د مړي په جنازه او فاتحه کې گډون کول او نور .
خو یوه خبره چې باید له یاده ونه باسو هغه داچې ځني نزاکتونه شته چې ډیر مهم دي او زمونږ د ټولنې ډیری وگړي ترې محروم دي هغه دا چې د قانون دایره او چوکاټ باید وپیژنو کله چې د قانون دایرې ته داخلیږو نو باید ځني هغه ټولنیز اداب چې مونږ یې په عام ژوندانه کې کاروو ونه کاروو دبیلگې په توگه:
یو څوک په رسمي دنده بوخت دی او مونږ ترې په غیږه ستړي مه شي غواړو او یا هم ترې هغه روغبړ غواړو چې په حجره ،پوله پټي، کلي کور او نورو عامو محفلونو کې کیږي .
باید چې د قانون په چوکاټ کې د ننه د قانون او اصولو سره سم تگ وکړو چې په دې کې د بریالیتوب اصل راز پروت دی .فیاض 

No comments

Powered by Blogger.