اوازونه او غږونه
اوازونه او غږونه
اوازونه هغه پرلپسې سره نښتې یا بیلې څپې دي چې د یوه انسان له خوله او یل هم د اجسامو له ټکر څخه منځ ته راځی چې مونږ او تاسې یې د اوازونو په نامه بیژنو او بیل کله چې دغه اوازونه مانیز ارزښت پیدا کړیي د فونیم په نامه یې بیلیږی.
غږونه: د غږ پوهنې یا فونولوژي له مخې تر تولو کوچنی غږیز توکی یا عنصر ته ویل کیږي ،چې خپله کومه مانا ونه لري خو له ترکیب او یوځای کیدو څخه یې مانا لوړنکي کلمې جوړیږي.
او د فونڼکس له نظره هر هغه اواز چې د انسان د غږیزو غړو په واسطه تولید ادا کیږي هغه ته غږ وایي.
د عږ پوهنې په تاریخ کې د بو علي سینا بلخي د (مخارج الحروف) رساله د یادولو وړ ده چې په پښتو کې علامه رشاد زباړلې په دې کتاب کې داسې خبرې شته چې اوس په یویشتمه پیړی کې هم له ژبپوهانو سره مرسته کوي
فونولوژيد ګرامر د مقدمې په توکه هغه برخه ده چې یوازې ارزښتناک غږونه تر څیړنې لاندې نیسي او له بلې خوا همدغه انساني غږونه چې د یوې ژبې جوړوونکي عناصر تشکیلوي ، فونیم ( اوازي واحد
بلل کیږي.که ځه هم دغه غږیز واحد په یوازې توب بې مانا دی خو د کلمې په منځ کې خپل مانیز نقش افاده کوي
پښتو ژبه کې ۳۶ اوازونه دي چې پ لاندې ډول دي:
۱-خپلواک غزونه
۲-بیواک غږونه
۳-نیمواک غږونه
چې په دې کې ۷ واوله ۲ سیمواوله او باقۍ ۲۷ غږونه بیواکه دي چې اته پکې د پښتو خاص توري هم شته.
رشتین صایب به خپل کتاب(ژب ښودنه ) کې لیکي چې کومکي غږونه په پښتو کې پهدوه ډوله دي :
۱—خوځندي (حرکتونه)
۲-توري
چې مونږ ټول اصلي توري د دغو غږونو په واسطه وایو چې دا خوځنده توري دا دي:
۱-زور
۲-زورکی
۳-زیر
چې په ټوله کې زما په نظر اوازونه او غږونه له یو بل څخه نه شلیدونکي اړیکې لري او د ژبپوهنې لپاره بنسټ جوړوي او په ورځني چارو کې د خبرواترو لپاره ورنه ګټه اخلو.

No comments
Post a Comment