برياليتوب ته په خيرراغلې

امريکا: پاکستان دې په دوو انتخابونو کې يو وکړئ يا دې د طالبانو ملاتړ پرېږدي او يادې زموږ ملګرتيا خوشي کړي.


امریکا پاکستان ته دوه انتخاب ورکړي یا به د وسله والو ملاتړ کوي یا به امریکا ملاتړ لپاره عملي قدم اخلي. که هغوی بیا هم هلته شته وسله والو ملاتړ ته دوام ورکړ ددې احتمال شته چې امریکا پاکستان کې ځینې سیمې تر مستقیمو حملو او هدفونو لاندې راولي. دا خبرې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد له شمشاد نړیوالو راډیو تلویزیون سره په ځانګړي بحث کې دخبرو پر مهال وکړې. نوموړي وویل که پاکستان د ترورېستان ملاتړ ته دوام ورکړ د پاکستان ځینې نظامي سیمې او وسله والو روزنځایونه به تر بریدونو لاندې ونیول شي. ښاغلي حلیلزاد زیاته کړه روسان په افغانستان کې له امریکایی ځواکونو شتون سره مخالفت له اوله وو خو هغه مهال ځینو برخو کې همکاري هم موجوده وه اما اوس تر ډېر د دوی مرستې تر پرون ډېرې له وسله والو مخالفینو سره شوي خو زیاتې ویره وونکي نه دي ځکه روسیه د افغانستان حکومت مشرانو لسره ښې اړیکې لري. خلیلزاد: افغانستان کې اوس ښه نظام منځته راغلی اوس دا هېواد اردو، پولیس او ملي امنیت لري ستونزې شته دیمو کرسي هم پکې نوي وه خو نن مثبت بدلون هم لېدل کیږي او نړۍ یې هم مني. ښاغلي خلیلزاد د افغانستان راتلوونکو پارلماني او ولسمشریزو انتخاباتو په هکله وایی دا ټاکنې باید شفافې وشي د حکومت، خلکو او نړیوالو مرسته د راڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره مهمه ده څو بیا پر انتخاباتو باور پیاوړی شي. په ټاکنو کې د امریکا مداخلې په هکله ښاغلي خلبلزاد ووبل په تېرو ټاکنو کې د امریکا مداخېله د انتخاباتي ټيمونو ترمنځ د جنګ له وېره وه. د نوموړي په وینا په افغانستان کې زما د ماموریت پر مهال زما څخه ښاغلي کرزي غوښتنه وه چې پاکستان د فشار لاندې راولي خو ما ورته وویل موږ نشو کولای تاسو خپله د فشار لاندې راولو ځکه موږ تاسو خپلواکۍ ته درناوی لرو هغه مهال هم دامریکا مرسته وه د جګړې د ختم لپاره خو په سیاسي نړیوال چوکاټ کې. ښاغلي خلیازاد د جګړې د راټولولو لپاره داسې نظر ور کړ اوس د امریکا او پاکستان ترمنځ کومه شریکه پروژه نشته پخوا یې شتون درلود موږ اوس فشارونه زیات کړي اقتصادي فشارونه زیات شوي او احساس کړي یې هم دي. موږ یو ځل بیا وایو چې امریکا په افغانستان کې د خاص اقتدار ټیم په راتلوونکو ټاکنو کې په افغانستان کې نلري بلکې دا انتخاب یې دافغانستان ولس ته پرېښودل دی .


No comments

Powered by Blogger.